بهرني ترهګر افغانستان ته را روان دي او له طالبانو ملاتړ کوي

افغان چارواکو او شناندو په قول: په سلګونو بهرني جګړه مار د پاکستان د پوځ له عملیاتو افغانستان ته تښتي او په افغانستان کې پناه اخلي.

د راپور له مخې دا جګړه مار په افغانستان کې د جګړې د فصل په پیل کې د طالبانو په ملاتړ جګړې ته داخلېږي او داسي ښکاري چې دا کال به په افغانستان کې د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال وي.

افغان چارواکي وايي چې د بهرنیو جګړه مارو د شمېر او نفوذ زیاتېدا د روانې اوونۍ د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې هم روښانه شو چې څو سوو سختدریځو د افغانستان د ملي اردو پوستې ونیولې، او مخکې تر دې چې په غرونو کې پټ شي، ۱۸ افغان سرتېري یې په بې رحمۍ ووژل.

د بدخشان د والي ویندوی احمد نوید فروتن وویل:«د افغان عسکرو سرونه بهرنیو طالبانو پرې کړل، نه افغان طالبانو، تر دې پخوا افغان طالبانو په بدخشان کې داسي بې رحمي نه ده کړې.»

بهرنیو سرزورو، چې احتمالاً له القاعده او لا سختدریځو پاکستاني طالبانو سره تړاو لري، د افغانستان کړکېچ ته نوي بعدونه ورکړي او د کال په دې لومړیو ورځو کې یې، چې امریکا په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته رسولی دی، د بې ثباتۍ د زیاتېدو خطر لا ډېر کړی دی.

ورځپاڼه په عین حال کې وايي چې له پاکستانه افغانستان ته د سرزورو ترهګرو د سېل ماتېدو د افغانستان د ملي شورا غړي او ولسمشر اشرف غني، چې هڅه کوي له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره له پاکستان سره اړیکې ښې کړي، غوسه پارولې ده.

په شمالي وزیرستان کې قبایل وايي چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله اکثره وسله وال سختدریځي وتلي دي خو د دوی په وینا لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې خطر شته ځکه چې اکثره سختدریځي ډیورنډ کرښې ته ځېرمه د افغانستان خوا ته ځای پرځای شوي دي.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ومنله چې د سختدریځو خطر تر یوه حده افغانستان ته لېږدېدلی دی. ده په عین حال کې وویل چې افغانستان او پاکستان د سرزورو پر ضد د ګډې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره په دراماتیک ‌ډول په خپل منځ کې تماسونه او همکارۍ زیاتې کړي دي.

ده همداراز وویل:«موږ خپلې سیمې تصفیه کړې او دوی (ترهګر) مو له وزیرستانه وشړل. موږ خپلې همکارۍ ښې کړي او له افغانانو سره استخباراتي معلومات شریکوو.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *