د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده. له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه وسله وال غله یې په کابل کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي. په خپرباڼه کې ویل شوي چې فواد، محمد شریف، حشمت الله او شمس الدین په نومونو دغو کسانو پر خپل جرم پر اعتراف سربېره زیاته کړې چې څه موده د مخه یې د بګرامیو ولسوالۍ د اوسېدونکي عبدالطیف له کور څخه یو میل کلاشینکوف،سره زر او نغدې پیسې غلا کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *