دغه جګړه چې د تیرې جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو له لوري پيل شوې وه، د هغوی له لوري د نږدې ۱۵ پوستو په نيولو د يکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

که څه هم دولت د دغې جګړې تلفات ډېر لږ وښودل، خو وسله والو طالبانو د سلګونو امنيتي ځواکونو د وژلو او زخمي کېدلو دعوه وکړه.

وسله والو د جګړې په لومړۍ ورځ ويل چې ۳ تنه عسکر يې ژوندي نيولي دي، همدا راز يې په ستره کچه د سپکې او درندې وسلې د نيولو وويل.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وايي چې وسله والو طالبانو د ۴ رېنجرو په ګډون لسګونه ميله وسله او لسګونه امنيتي کسان له ځان سره بېولي دي، چې په اړه يې هيڅ مالومات نه شته.

هغوی وايي په دغه جګړه کې وسله والو ډېر امنيتي مسؤولين وژلي هم دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو يو استازی صفي الله مسلم وايي، چې يو شمېر امنيتي ځواکونه د مخالفينو له لوري نيول شوي دي.

د همدې ولايت يو بل وکيل ذکريا سودا وايي چې وسله وال د تېرې جګړې په سيمه کې سترې برخې په ولکه کې لري.

سودا زياتوي، لسګونه امنيتي کسان وژل شوي، يوه ډله بنديان دي، نور ټپيان دي او شاوخوا ۷۰ تنه يې تری تم دي.

د نوموړي په وينا وسله والو په دې جګړه کې ۴ رېنجر موټران او لسګونه ميله سپکه او درنده وسله هم د غنيمت په توګه وړې ده.

د بدخشان د خلکو استازي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د دولت د مخالفينو په اړه د کورنيو چارو د وزارت څرګندونې بالکل برعکس دي او په وينا يې طالبان د يوې وړې سيمې د نيولو توان هم نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *