د کابل پوهنتون محصلینو د ۳۱ هیوادوالو د نه خوشي کیدو پر وړاندې لاریون کړی

د کابل پوهنتون يو شمير محصلين نن سهار د پارلمان مخي ته راغلل او د ۳۱ تښتول شويومساپرينو په تړاو د دولت پر نه پاملرني يې نيوکه وکړه او دولت يي په دې برخه کي پر ماناداره چوپتيا تورن کړ وويل: بايد په هيواد کي برمتې دود له رامنځ ته کيدو مخنيوي وشي

د کابل پوهنتون محصلينو(زمونږ هيوادوال خوشي کړی) د شعارونو په لیږدولو سره له دولت څخه وغوښتل، ترڅو د یو دیرشو تښتول شویو هیوادواولو په خوشي کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړل شي. دوی دولت په مانا لرونکي پټه خوله او ستراتیژۍ تورن کړوویل: دولت د برمته شویو کسانو د راخوشي کولو په ځنډ کې ګرم دی.

ددوی له لوری په پریکړه لیک کې راغلي چې دوی برمته کونکو ته د هر ډول امتیازاتو له ورکولو سره مخالف دي. دوی له دولت څخه وغوښتل ترڅو په هیواد کې د برمتې د دود مخنیوی وکړي.

صفر علي چې د برمته شوي یوه کس پلار دی او میرمنې یي د خپل زوی د برمتې د مالوماتو په تر لاسه کولو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ له دولت څخه وغوښتل ترڅو نیول شوي کسان خوشي کړي.

دا نجلی زهرا نومیږي او د څلورم ټولګي زدکونکې ده. دې د خپل پلار د خوشي کیدو لپاره زدکړې پریښې او د تحصن په خیمه کې میشته ده.

په هر حال یو دیرش کسان د کندهار کابل په لویه لاره دوه پنځوس ورځې مخکې تښتول شوي او تر اوسه ددوی د برخلیک په هکله مالومات شتون نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *