د کابل پولتخنيک استادانو دزدکړو پر څنډولو نيوکه کړې ده

دې استادانو ويلي، په دې پوهنتون کې د نندارتونونو پرانستنه او د سياسي ناستو په لاره اچول پر درسي بهيرناوړه اغيزه کوي او بايد مخنيوي يي وشي

په دې وروستیو کې د پولتخنیک پوهنتون، د نندارتونونو د پرانستلو او سیاسي ناستو د تر سره کولو لپاره ښه ځای ټاکل شوی دی. په دې پوهنتون کې د لویې جرګې د کیږدی شتون دډې لامل شوی ترځو لویې او ډیری سیاسي ناستې په دې سیمه کې تر سره شي. ددې دول ناستو او غونډو د امنیت د ټینګښت لپاره، له څو ورځو او اونیو مخکې د ز محصلینو د زدکړو مخنیوی کیږي او پر دې ډول بهیرونو تل د پولتخنیک محصلینو او ا ستادانو نیوکې کړې دي او د دوی د زدکړو لړۍ یې له خنډونو سره مخ کړې ده.

ددې مسئلې په غبرګون د پولتخنیک استادانو خپل درسې بهیر د اعتراض په توګه ځنډولی او په یوه پرکیړه لیک کې یي ددې پوهنتون په سیمه کې د نندارتونونو او سیاسي غونډو په تر سره کولو سره کلکه نیوکه کړې ده.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي چې ددې ډول غونډو تر سره کول پر درسي بهیر ناوړه اغیزه کوي او په بلاکونو کې د میشت استادانو کورنیو ته سرغوږۍ رامنځ ته کوي.

د کابل پولتخنیک استادانو له حکومته غوښتې، تر څو ددې پوهنتون درسې بهیر ته درنښت ولری او له دې وروسته د د لویي جرګې په کیږدۍ کې سیاسي غونډې او نندارتونونه نه تر سره کوي. له دې سره دوی ویلي د افشارو پر غره د په تګ راتګ بندیز ولګول شي او د استادانو او محصلینو پر وړاندې د د پولیس له بد چلند څخه مخنوی وکړي.

ددې اکاډمیک مرکز استادانو خبرداری ورکړی ترڅو چې ددوی دا غوښتنې منل شوي نه وي خپلو درسي صنفونو ته به ور نشي. د پولتخنیک محصلینو هم د خپلو استادانو له دې پریکړې ملاتړ کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *