د بشر حقونو سازمان په مصر کي د اعدام پر لړۍ نيوکه کړې

دې بنسټ ويلي، د اخوان المسليمين د پلويانو اعدام سياسي اړخ لري او غير عادلانه ده. د مصر يوي محکمي دوه ورځې مخکې د اخوان المسليمين څوارلس مشران په ا عدام محکوم کړي،چي په دوي کې محمد بديع هم شتون لري.

د قاهرې جنایي محکمې د دې اونۍ د شنبه په ورځ د اخوان المسلیمین لارښود(محمد بدیع) په ګډون ددې غورځنګ دیارلس لوړ پوړي غړي په اعدام محکوم کړي دي. دا کسان د لا ریونونو پر مهال پر پولیسو او نورو دولتي بنسټونو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن پیژندل شوي.

په منځنۍ ختیځ او د افریقا په شمال کې د بشر حقونو مدیر( سارالیح ویټسن) د قاهرې محکمې پر دې پریکړې کلکه نیوکه کړې. له دې سره چې دا حکم یي غیر عادلانه ښودلی ویلي يي دي، ددې کسانو اعدام سیاسي اړخ لري. ده په دوه زره دیارلسم کال کې په قاره کې لویو او پراخو لاریونونو ته په نغوتې سره ویلي: هغه کسانو چې په دې لاریونو کې په وژنو لاس پورې کړی ستایل شوي او ډالی ورکړل شوې او دا په مصر کې د لیږد لپاره یو ذلیل ترینه ګام دی چې پورته کړل شوی. له دې سره ده د اخوان المسلیمین د پلویانو اعدامول د شرم وړ ښودلې دي. د مصر دولت مخکې له دې هم ډيری کسان، د محمد مرسي له ګوښه کیدو وروسته په لاریونونو او شخړو کې د لاس لرلو په تور په دار ځړولي دي او د مصري محکمو پر دې پریکړو ډیری نړیوالو بنسټونو نیوکې کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *