القاعدې په وزيرستان کې د خپلوو دوو مشرانو د وژل کیدو اعلان وکړ

القاعدې ډلې اعلان کړى، چې په شمالي وزيرستان کې د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې يې د افغانستان لپاره ټاکل شوى مشر وژل شوى دى.

چې دغه بې پيلوټه هوايي بريد د ٢٠١٥ زيـږديز کال د جنوري په پنځمه نېټه پر شمالي وزيرستان شوى و.

سرچينې زياته کړې، د هندوستان لپاره د القاعدې ټاکل شوى مشر اسامه محمود په خپل يوه غږيز پيغام کې چې تازه خپور شوى، ويلي چې په ياد بريد کې يې دوه مهم مشران وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په وژل شويو کسانو کې احمد فاروق او د افغانستان د چارو مسوول قاري عمران شامل دي.

اسامه محمود ويلي، د جنورۍ د پنځمې په بريد کې قاري عمران او وروسته په يوه بل بريد کې احمد فاروق وژل شوى و.

د يادونې وړ ده، چې د القاعدې مشر ايمن الظواهري د ٢٠١٤ زېږديز کال په سبټمبر مياشت کې په هندوستان کې هم، د خپلې څانګې د فعالېدو ا علان کړى و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *