غزني کې ١٨وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وايي چې د غزني په بیلا بیلو ولسواليو کې د هوايي بريد او وسله والې نښتې په ترڅ کې ١٨ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وويل چې نن سهار وخته د اندړو ولسوالۍ د رازبيک په سيمه کې د بهرنيو ځواکونوپه هوايي بريد کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دې بريد کې د وسله والو مخالفينو يوعراده موټر او څلور عرادې موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.

سلطاني وويل چې نن غرمه دقره باغ ولسوالۍ د ده ګانانو په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نورټپيان دي .

دى وايي، دغه راز نن له غرمې وروسته د ګيرو ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو او وسله والوطالبانو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې دوه پاکستاني وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د اندړو ولسوالۍ د عليزو د سيمې يو تن اوسېدونکى رحيم الله وايي چې نن سهار د رازبيک په سيمه کې د وسله والو پر موټر او موټرسايکلونو بريدونه شوي چې له امله يې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والوطالبانو ددې بريد په اړه څه نه دي ويلي خو ادعا کوي چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې د يوي چاودنې په ترڅ کې د ملي اردو ۶ سرتېري وژلي ، خو امنيتي چارواکي ددې ادعا په اړه څه نه وايي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *