دپاکستان پارلمان له حکومت وغوښتل دیمن په جنګ کښې ګډون ونکړي .

زمونږ خبریال وايي دپاکستان د ولسي او مشرانو جرګو استازیو نن په یمن کښې دکړکیچ په باره کښې یو پریکړه لیک په یوه خوله تصویب کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې دیمن په جنګ کښې بې پلوه پاتې شي .

دغه پریکړه لیک چې دپارلمان له پینځه و رځې ګډې غونډې وروسته تصویب شوی وايي پاکستان به دیمن په کړکیچ کښې کوم لوری نشي خوکه چیرې دسعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ وشي نو پاکستان به دعربستان دفاع و کړي .

دپاکستان دپارلمان ګډې غونډې دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې دیمن دکړکیچ د حل کولولپاره ډیپلوماټیک رول ولوبوي .

دپاکستان پارلمان دغه راز له حکومته وغوښتل چې دیمن په جنګ کښې له هیڅ لوري پلویتوب ونکړي او په دغه جنګ کښې بې پلوه پاتې شي .

دپاکستان دمشرانو او ولسي جرګې اکثرو غړیو داسې نظر درلودلی چې هیڅ هیواد په سعودي عربستان حمله نه ده کړي چې بلکې دا عربستان دی چې په خپل ګاونډي هیواد یمن یې پوځي تیری کړی دی .

د ویلوده چې سعودي عربستان له کوم توجیه پرته په یمن کښې پوځي تیری پیل کړی او په ترڅ کښې یې تراوسه په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *