افغانستان، پاکستان او تاجکستان درې اړخیزې ترانزیتي موافقې ته نژدې شول

افغانستان، پاکستان او تاجکستان په خپل منځ کې د ترانزیت د درې اړخیزې موافقې د مسودې نهايي کولو ته نژدې شول.

د درو هیوادونو د کاري ډلو د استازوغونډه پرون په دوشنبه کې پیل شوه.

په دې غونډه کې به د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د حکومتونو استازي د ترانزیتي موافقې پر مسودې سلا وکړي.

د تاکستان د اقتصادي ودې او سوداګرۍ وزارت نن /جمعه/ په یوه اعلامیه کې وویل:«د موافقې په اړه پرېکړه به د اپریل په لسمه (سبا) د کاري ډلې د غونډې په پای کې وشي.»

د سږ کال په جنورۍ کې پاکستان د افغانستان او تاجکستان حکومتونو ته یوه مسوده وسپارله چې په هغې کې د درو هیوادونو د ترانزیتي موافقې وړاندیز شوی و. په دې مسوده کې د افغانستان او تاجکستان له حکومتونو هم غوښتل شوي چې خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړي.

د جنورۍ په لومړیو کې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د سوداګرۍ د ترانزیت پر موافقې دوې ورځې خبرې وکړې. دوه په دې دوه ورځینۍ غونډه کې له تاجکستان سره د درې اړخیزې موافقې په اړه هم په دې هدف خبرې وکړې چې په خپل منځ کې د سوداګري راکړو ورکړو اندازه په راتلونکو درو کلونو کې ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *