چارواکي وايي چې په لغمان کې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون لس وسله وال هوايي بريد وژلي دي.

د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک وويل چې دغه هوايي بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې په دولت شاه ولسوالۍ کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بريد په پايله کې د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له خپلو نهو کسانو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د دغه ولايت د اليشنګ او بادپښ ولسواليو لپاره د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.

ځواک وويل چې دغه هوايي بريد د دولت شاه ولسوالۍ د بمبي سيمې پر يوه غرنۍ ساحه شوى خو ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ځواک وايي چې وژل شوى طالب ولسوال شاه نور چپاو په ډېرو نا امنيو کې لاس درلود.

د والي وياند دا ونه ويل چې دغه هوايي بريد د افغان يا بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *