اسلامي هیوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړي

د ايران بهرنيو چارو وزير د سوله ايزو خبرو له لاري، د يمن ستونزې د هواری غوښتنه کړې ده

محمد جواد ظريف چي اسلام آباد ته سفر کړی، پر يمن د سعودي عربستان د بريدونو بندولو غوښتنه کړې ويلي يي دي، اسلامي هيوادونه بايد د يمني مشرانو ترمنځ د خبرو پيليو کې مرسته وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د پآکستان لومړي زویر ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار، سر تاج عزیز سر په یوه خبرې ناسته کې وویل: دوی او پاکستاني چارواکیو د خبرو له لارې د یمن ستونزې پر هواری هوکړه کړې ده. ده زیاته کړې، اسلامي هیوادونه باید په یمن کې د یوه پراخ او ټولو ته د منلو وړ یوه حکومت د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړي. ظریف پر یمن د سعودي عربستان په مشری د هوایي بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه او په دې هیواد کې یي د ایران مداخله رد کړه. ده ویلي: ” مونږ باید په ګډه د یمن ستونزې په هواری کې هڅې وکړو، د یمن خلکو ته باید د هوایي بریدونو له لوري ګواښونه شتون ونلري. مونږ بایدیوه سیاسي حل لاره رامنځ ته کړو، داسیې یوه سیاسي حل لاره چې له مخې یي یو پراخ او ټولو ته د منلو وړ یو حکومت رامنځ ته شي. مونږ په یمن کې د جګړې پای ته په رسیدو هوکړه کړې ده”.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د یمن په هکله له پاکستاني چاراکیو سره د خبرو په موخه اسلام آباد ته تللی، چې سعودي عربستان له یمن سره په جګړه کې له پاکستانه د مرستې غ وښتنه کړې ده. پآکستاني حکومت دا پریکړه پارلمان ته سپارلې او د پارلمان ډیریو غړیو د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان په جګړه کې له ښکیلتیا سره مخالفت څرګند کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار(سرتاج) عزیز هم د خبرو او دیپلوماسۍ لارو په کارولو سره د یمن ستونزې په له منځه وړلو ټینګار کړی ویلي یي دي: په هغه خبرو کې چې له دریو ورځو راهیسې د یمن د جګړې په هکله په پارلمان کې روانې دي دا په ویل شوي چې ، د یمن کورنۍ جګړه کې زمونږ مداخله بیځایه ده او پاکستان باید په هیڅ دا دول نښتو کې ګډون ونکړي، مونږ باید د جګړې د پای ته رسیدو په موخه د منځګړي په توګه خپل رول ادا کړو.

د پاکستان مشرانو جرګې یوه غړي (طاهر حسین مشهدي) ویلي: ” د یمن خپلواک هیواد د سعودي عربستان د خپلواک هیواد له لوري تر پوځي برید لاندې راوستل شوی. سعودیان تیري کونکي دي او د یمن خلک ددې تیري قربانیان. اوس یرغلګر هیواد له پاکستانه غوښتې ترڅو له دوی سره پوځي مرسته وکړي. دواړه سعودي عربستان او یمن اسلامي هیوادونه دي او له پاکستانه چې یو اسلامي هیواد دی غوښتل شوي ترڅو په دې جګړه کې برخه واخلي”.

د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، چې په یمن کې القاعده او داعش په کمین کې ناست دي او د القاعدې ډله ددې هیواد ځینې سیمې اوس هم په واک کې لري. ده په یمن کې د بیړنۍ توګه د جګړې د پای ته رسولو او دې هیواد ته د بشر دوستانه مرستو پر استولو ټینګار کړی دی.

له دې سره ایراني پلاوي له پاکستاني چارواکیو سره پر اقتصادي سوداګریزو او امینتي برخو هم خبرې کړي دي.

بله خوا ایران خپلې دوه پوځي بیړۍ د عدان سمندر آزادو سیمو ته استولې او ددې هیواد چارواکیو ویلي: دا بیړۍ یې په سیمه کې د ایراني بیړیو د امنیت خوندي ساتلو په موخه دې سمندر ته استولې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *