د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د استيناف څارنوالۍ پر رياست ډله ييز بريد پاى ته رسېدلې، چې په ترڅ کې يې لس تنه وژل شوي او ٦٣ نور ټپيان دي.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري، ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې پيل او ماښام کابو شپږ نيمې بجې پاى ته ورسېده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي، چې پنځه تنه يې نظاميان او پنځه نور ملکي وګړي دي.

د هغه په وينا، دغه راز پر بريدګرو د عملياتو په پايله کې يې څلور وسله وال وژلي دي.

د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض بيا ویلي، چې دوى ته پنځه جسدونه او ٦٣ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې د شپږمې امنيتي حوزې امر په ګډون درې پوليس او دوه ملکي وګړي شامل دي.

دى زياتوي، په ژوبلو کسانو کې، چې ډېرى يې څارنوالان او نظاميان دي، د نهمې امنيتي حوزې امر، د بلخ څارنوال ميرزا غلام علي، د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى او څلور ښځينه څارنوالانې هم شاملې دي.

دغه راز دى وايي، په نورو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم دي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

ډاکټر فيض وويل، ځينې ټپيان په چاودنو کې، يو شمېر پر مرميو لګېدلي، ځينې سوځېدلي او نور يې د ټوپ وهلو او تېښتې له امله ټپيان شوي دي.

د عبدالله په نامه يوه عيني شاهد وويل، څلور بريدګر چې په يوه تور رنګه موټر کې راغلي وو ، لومړى يې د څارنوالۍ د رياست پر ساتونکي ډزې وکړې او بيا دننه ننوتل.

هغه وايي: ((ما په خپله وليدل چې تر بريد وروسته يوه ښځه او يو سپين ږيرى په ټپي حالت کې له څارنوالۍ را ووتل.))

د عبدالله په وينا، بريدګرو نظامى جامې پر تن کړې وې. د دغه بريد پر مهال څلور  درنې چاودنې شوې دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دوى د څلورو تنو د بريد په پايله کې د څارنوالۍ او استيناف محکمې اړوندو ادارو لسګونو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي، د دې بريد موخه د حکومت په زندانونو کې د دوى له کسانو سره د ناسم چلند غبرګون ښودلى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *