نړیوالې سرې میاشتې د یمن په هکله اندیښنه ښودلې ده

پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونو په دوام سره، نړیوالې سرې میاشتې ویلي: د یمن په سویلي عدن ښار کې جګړه کړکیچنه ده. له یوې اونۍ راهیسې په دې ښار کې د (منصور هادي) پلویانو او حوثیانو ترمنځ جګړه روانه ده او په دې موده کې د ایتلاف هوایي ځواکونو هم د حوثیانو مرکزونه بمبار کړي دي. دنړیوالې سرې میاشتې ویاند ویلي: په عدن ښار کې روغتونونه د ټپیانو ظرفیت نلري او خلک د خورو له کمښت سره مخ شوي دي. ده ویلي:

” بشري حالت ډیر بد دی، له هوایي بریدونو سربیره، د یمن په بیلا بیلو ښارونو په ځانګړې توګه په (عدن) ښآر کې نښتې روانې دي. ټپیان د درملنې او روغتونونو له کمښت سره مخ دي، مړي په واټونو پراته دي او ددوی کورنۍ دوی خاورته نشي سپارلی”.

نړیوالې سرې میاشتې ویلي: د عدن ښار په واټونو کې سخته جګړه روانه ده، خلک له خپلو کورنو وتلی نشي او له دوی سره مرسته شونې نه ده، برښنا او اوبه په بشپړه توګه شتون نلري او اقتصاد له بنسټه له منځه تللی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *