د ذوالفقار په نامه عملیاتو کې ټولې سیمې له وسله والو پاکې شوي دي

د هيواد په سويلي ولايتونو کي د عملياتو په هکله بيلا بيل ډوله ريپوټونه ورکول کيږي

ددې ولايت سيمه ايز چارواکي، د سنگين ولسوالی په شمال کې عمليات ناکامه بولي، خو هلمند ولايت ته زمونږ استول شوی خبريال د شوراب په پوځي هډه کې د امنيتي چارواکيو له خولي ويلي، چي په دوه مياشينيو عملياتو کي ټولې سيمې د دولت له وسله والو مخالفينو پاکې شوي دي.

د ارزگان، فراه، هلمند، کندهار ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې، چې د دایکندي ولایت کجران ولسوالی هم پکې راځي، له دوه میاشتو راهیسې د ذوالفقار په نامه عملیات پکې پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې، دد شوراب په پوځي هډه کې د امنیتي چارواکیو په وینا، تر (۵۰۰) وسله وال مخالفین وژل شوي او ټولې سیمې له دوی څخه پاکې کړل شوي دي. دوی له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په دې عملیات کې (۹۳) افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

زمونږ خبریال چې هلمند ولایت ته ا ستول شوی، د شوراب پوځي هډې د مسولینو له خولي يي ویلي: له وسله والو مخالفینو د سیمې په پاکوالي سره د تل لپاره په دې سیمو کې به امنیت خوندي وي. دوی ویلي، په هلمند ولایت کې د قاچاق وړونکو یو لوی مرکز هم ددوی لاس ته ورغلی او د کجکی له ډنډ څخه یي وسله والو په شا تمبولي دي. دوی زیاته کړې، ددې ډنډ درغاونې لپاره ودانیز توکوي هم چمتو شوي او د کار د پیل لپاره یي کومه ستونزه شتون نلري.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یو شمیر رسنیو د ځینې سیمه ایزو چارواکیو له لوري ویلي وو، چې د اتلسو امنیتي پوستو ساتونکیو، د وسله والو د بریدونو له ویرې خپلې پوستې پریښې او ولسوالی ته راغلي دي.

خو په شوراب کی امینتي مسئولینو خبریالانو ته ویلي: دا پوستې ددې لپاره تشې شوې چې د بیست یا پوځي هډې د پراخیدو پلان په لاره اچول شوی او ددې سیمې امنیت به ددوی مسئولیت وي.

بله خوا د قومي مشران او سیمه ایزو چارواکي وایي: په سنګین ولایت کې پولیسو په یواځې سره نشي کولای امنیتي پوستې وساتي، نو له دې مخې دوی تیره ورځ د اتلسو په شاوخوا کې خپلې پوستې پریښې او مخالفین بیرته سیمو ته راګرځیدلي دي. د سنګین ولسوالی د پرمختیا شورا یوه غړي هم ویلي، وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالی شمالي سیمې بیرته نیولې او د لویو لارې واک هم له دوی سره دی. دا څرګندونې د امینتي مسولینو له لوري منل شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *