نواز شریف د یمن په هکله حکومت ته د پارلماني لاروښونې غوښتنه کړې ده

د پاکستان صدراعظم نوازشريف په يمن کې وروستى رامنځته شوى وضعيت حساس بللې او د پاکستان د ملي پارلمان له غړيو يې غوښتي څو په دې لړکې د حکومت لارښوونه وکړي چې په دې حالت کې څرنګه رول ولوبوي؟

نواز شريف وايي چې د يمن او منځني ختيځ د وروستي وضعيت په اړه د ترکيې او سعودي عربستان له چارواکيو سره په تماس کې دى او اسلام اباد ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير ترسفر وروسته به له ترکيې سره يوځاى د يمن په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان او مشرانو جرګې هغې ګډې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې چې د دې هېواد ولسمشرد منځني ختيځ د وضعيت څېړلو او همدا راز په يمن کې د حوثي ياغيانو پرضد د سعودي په مشرۍ عرب اېتلاف کې د برخه اخيستو يا نه اخيستو د پريکړې لپاره رابللې ده.

د پاکستان حکومت ترهغې وروسته دا غونډه راوبلله چې د دې هېواد دفاع وزيرخواجه اصف تاييد کړه چې سعودي عربستان ترې په يمن کې د ياغيانو پرضد په روانه جګړه کې د جنګي الوتکو، بحري او ځمکني پوځ مرسته غوښتې ده.

خو نواز شريف وويل چې له سعودي عربستان ته سره يې کوم پټ تړون نه دى کړى او په خبره يې چې د پارلمان غړي کومه پريکړه وکړي، نو حکومت به يې هرومرو عملي کړي.

نوموړي يو ځل پر دې خبرې ټينګار وکړ چې که چيرې د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي، پاکستان به يې د ساتنې لپاره اوږه پر اوږه ودرېږي:

“د پارلمان له غړيو هيله لرم چې په دې لړ کې زموږ لارښوونه وکړي. که څه هم موږ بيا بيا ويلي چې که چيرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي، نو پاکستان به د بريد کوونکي پر ضد له سعودي سره اوږه پر اوږه ودرېږي، خو ويل کېږي چې تر دمه لا دا ګواښ نه تر سترګو کېږي.

خو اوس چې سعودي له موږ نه کومې غوښتنې کړي، نو تاسو پرېکړه وکړئ چې اوس بايد پاکستان څه پريکړه وکړي او کومه لار غوره کړي؟.”

له بلې خوا د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونو يو شمېرغړيو پر حکومت غږ وکړچې د يمن په شخړه کې دې د اړخ اخيستو پرځاى دې د منځګړي رول ولوبوي، د شخړې د سياسي حل لپاره دې له ملګروملتونو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان سره يوځاى هلې ځلې وکړي او ښکېلې غاړې دې خبرو اترو ته وهڅوي.

دوى د يمن شخړه ددې هېواد کورنۍ مسئله وبلله او ويې ويل، که چيرې پاکستان په يمن کې د سعودي اېتلاف برخه شي، نو ښايي په دې هېواد کې دننه د مذهبي تاوتريخوالي پېښې لا ډېرې شي.

د دوى په خبره چې پاکستان دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دى او پوځ يې په قبآيلي سيمو کې د ترهګرو پرضد په يوه اوږد مهاله جنګ بوخت دى.

که څه هم پاکستان تر دې دمه لاد سعودي عربستان ته د پوځيانو استولو پرېکړه نه ده کړې، خو وايي چې د سعودي د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه به کوي او د ګواښ په صورت کې به ورسره ودرېږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د ملي پارلمان او د مشرانو جرګې ګډه غونډې لا تر دې دمه کومه مشخصه پريکړه نه ده کړې، خو ټينګار کوي چې حکومت دې د يمن په جکړه کې له برخې اخيستو ډډه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *