داعش ډلې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې لومړنۍ سخته جګړه کړې ده

د داعش د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.

په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمي پلي لوا ویاند عبدالروف رحماني وویل چې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د داعش ډلې د روانې اوونۍ د شنبې ورځې د جګړې رهبري کوله.

د هغه په خبره دغه جګړه ډیرسخته او دوامدارهوه چې د ۲۸ تنو د دولت د وسله والو مخالفانو په وژل کیدو چې د داعش ډلې غړي او یو قوماندان هم په کې شامل وو پای ته ورسیده.

د رحماني په خبره د داعش ډلې د وسله والو طالبانو سره په دغه جګړې کې ډیره ونډه درلوده او د جګړې تاکتیکونه یي هم بدل کړي وه:

″په دې عملیاتو کې چې تیره شپه پای ته ورسیدل ۲۸ تنه د دولت وسله وال مخالفان د داعش د ډلې د قوماندان په ګډون چې خدایداد نومیده وژل شوی او ۲۶ نور ټپیان شوی دی. د دغو عملیات رهبري په فراه ولایت کې د داعش ډلې کوله او وسله وال طالبانو هم ورسره مرسته کوله.″

ویل کیږي چې په دغه جګړې کې شااوخوا ۵۰۰ تنو د دولت وسله والو مخالفانو او د داعش غړو برخه اخیستې وه چې په پایله کې یي د محلي پولیسو د قوماندان په ګډون ۵ تنه محلي پولیس په کې ووژل شول او اتلس نور ټپیان شول.

دغه جګړه ډیره درنده بلل شوې ان تردی چې د دغه جګړې د مهارولو لپاره د جنګي هليکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.

که څه هم د لومړيو په دی اړه اندیښنی وي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به په فراه ولایت کې په جګړې لاس پورې کړي خو د دغه ولایت چارواکو بیا دا یوه افسانه بلله. د فراه ولایت والي محمد اصف ننګ څو ورځې مخکې د ازادۍ رادیو سره په مرکې کې داعش یوه ضعیفه ډله وبلله.

دا لومړی ځل دی چې د داعش ډله د دولت د وسله والو مخالفانو سره اوږه پر اوږه دافغان ځواکونو په وړاندې په فراه ولایت کې جګړه کوي .

وبه لیدل شي چې د افغان چارواکو غبرګون به د دغې ډلې په وړاندې چې په عراق او سوریې کې خطرناک ثابته شوې څه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *