نړیوالې سرې میاشتې په یمن کې د اوربند غوښتنه کړې

نړيوالې سرې مياشتي، په يمن کې د بيړني اوربند غوښتنه کړې ويلي يې دي، که چيرې هغه کسانو ته مرستي ونه رسيږي کوم چې په دي وروستيو نښتو کې ټپيان شوي خپل ژوند به له لاسه ورکړي. دوی ويلي، د يمن په ټولو په ځانگرې توگه په عدن ښار کې بايد نښتې پای ته ورسول شي.

د ملګرو ملتونو د ریپوټ له مخې، پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایي بریدونو او همدارنګه د منصورهادي او حوثیانو د پلویانو ترمنځ په نښتو کې تر اوسه له (۲۲۰۰) ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بله خوا نړیوالې سرې میاشتې، په یمن کې د اوربند غوښتنه کړې، دوی ویلي: دډې هیواد په بیلا بیلو په ځانګړې توګه په (عدن) ښآر کې ټپیان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او که چیرې له دوی سره روغتیایي مرستې ونشي، ټپیان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دې بنسټ ویلي: یمن له دې سربیره نورو مرستو لکه د خښلو پاکو اوبو، خوړ، او نورو توکیو ته اړتیا لري. نړیوالې سرې میاشتې په تول یمن په ځانګړې توګه په (عدن) ښآر کې د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې، ترڅو په دې سره اړو کسانو ته مرستې ورسول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *