سوداگرو او کروندگرو ته د پور ورکولو تړون نن د صادراتو پر مختيا اداري، د افغاانستان نړيوال بانک او د افغان کليو مالي شرکت تر منځ لاسليک شو.

د صادراتو د ودي اداري ويلي: ددا دوو تړون ليکونو د هيواد کرني له ودي سره مرسته کوي. له دې سره په دې ناسته کې وويل شول، چي په وروستيو نهو مياشتو کي د هيواد صادرات درې ديرش سلنه لوړ شوي دي.

د صادراتو د پرمختګ ادارې نن، دوه تړون لیکونه، چې یو یي د افغانستان له نړیوال بانک څخه په آسانه توګه د پور تر لاسه کولو او بل له کروندګرو څخه د ملاتړ په برخه کې د کلیو مالي شرکت اړوند دی، لاسلیک کړل.

ددې ادارې مشرې نجلا حبيبيار؛ په بنسټیزو برخو کې د پانګوالو لویه ستونزه، په هوساینې سره د بانکونو نه تر لاسه کول ده. دوی ویلي: دې ستونزې د د اوسنۍ نظام له پیله شتون درلود نو له دې مخکې د سوداګرو د ودې په مخه کې خنډونه رامنځ ته شوي دي. ددې تړون لیکونو له مخې، سوداګر او کروندګر په لږې ګټې او ضمانت سره تر اږدې مودې پورونه تر لاسه کولای شي.

له دې سره په دې تړون لیکونو کې د سواګری په برخه کې د ظرفیتونو، صادراتو ودې او دې برخې ته په ښه توګه تر ډیره پاملرنه شوې ده. له دې سره دې ادارې په تیرو نهو میاشتو کې د دري دیرش سلنه صادراتو له ډيرښته خبر ورکړی دی. په تیر کال کې د هیواد صادراتو کچه(۳۷۴) میلیونو ډالرو ته رسیده خو په تیرو نهو میاشتو کې دا کچه (۵۰۰) میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هیواد سوداګر او کروندګر د صنایع او سوداګر په برخو کې بر نیمګړتیاوو نیوکې وکړي. د برښنا، امنیت نشتو د اداري فساد ډيروالی ددې ستونزو مهمې برخې شمیرل کیږي.

ولسمشر څه موده وړاندې ژمنه کړې وه، چې د ولسي جرګې له لوری د سوداګری او صنایع نوماند وزیر ته د باور رایې په ورکولو سره به له صنعت کارانو سره په همغږۍ، د سوداګری د پراختیا لپاره د سوداګرو ځانګړې څانګه رامنځ ته کوي.

خو په دې برخه کې د برښنا او امنیت د ستوزو هوارول لګښت او وخت ته اړتیا لري او باید تر نږدې راتلونکې ددې ستونزو هواری ته په تمه پاتې نشو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *