د مصر په سینا ایالت کې دبرید مسئولیت داعش پر غاړه اخستی
د مصر په سینا ایالت کې دبرید مسئولیت داعش پر غاړه اخستی
په دې چاودنه کې د پنځه لسو پوځیانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي دي
مصري چارواکیو ویلي وسله والو د سینا سیمې پر اوو پوستو برید وکړ چې په لړ کې یې د پنځه لسو پوځیانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي دي
د رییپوټونو له مخې په دې بریدونو کې د وژل شویو کسانو سربیره په لسګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي خو د وسله والو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي
په دې سیمه کې د انصار بیت المقدس ډله چې تیر کال له داعش سره یوځای شوه فعالیت لري.