راتلونکي دوشنبې به ولسي جرګه نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرګه کې د حکومت ۱۶ وزارتونو ته پرمعرفي شویو کاندیدانو رایې واخیستل شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیراحمد احمدزي ویلي: د کاندیدانو د تابعیت، تحصیلاتو او کاري سابقې په اړه اسناد د افغانستان لویې څارنوالۍ، له اداري فساد سره د مبارزې ادارې، د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت او د بهرنیو چارو وزارتوته هم استول شوي دي او د دوشنبې په ورځ د رایېو صندقونه کیښودل شي. د افغانستان د ولسمشردوهم مرستیال د چهارشنبې په ورځ شپاړس کاندید وزیران ولسي جرګې ته ور وپيژاند.

تردې مخکې ۲۵ کاندیدان ولسي جرګې ته ورمعرفي شوي ووچې یوازې اتو تنو د باور رایې واخیستې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *