ملگرو ملتونو د يمني کدوالو پر يوه پندغالي هوايي بريد غندلي او د دي پيشي د رامنخ ته کونکو د محاکمي غوشتنه يي کري ده. په دي بريد کي د شخو او ماشومانو په گدون له خلويشتو دير کسان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو لوی منشي(بانکي مون) ویاند(فرحان الحق) د یمن په شمالي (حجه) ولایت په (المزرق) پنډغالي برید د نړیوالو قوانینو پر خلاف ښودلی او غندلی یي دی. ده زیاته کړې: داسې مالومات تر لاسه شوې چې د عربي ایتلاف له لوري په یمن کې ځينې روغتونونه او ملکي سیمې هم په نښه شوي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ایتلاف په دې هیوایي برید کې چې دوه ورځې وړاندې، د کډوالو پر یوه پنډ غالي تر سره شو د ښځو او ماشومانو په ګډون له څلویښتو ډیر کسان ووژل شول او دوه سوه پنځوس نور ټپیان شول. د ملګر ملتونو ویاند ویلي په دې پنډ غالي برید کونکي باید له پیژندلو وروسته محاکمه شي.

ده ویلي:

فرحان الحق/ سخنگوي دبيرکل سازمان ملل

” مونږ ددې بریدونو مسئولین په ګوته کړې نه دي، دا برید د نړیوالو او بشر قوانینو پر خلاف تر سره شوی. په یمن کې ځینې روغتونونه هم په نښه شوي دي، په داسې حال کې چې پر دی مرکزونو باید بریدونه نه وی تر سره شوي. ددې ډول بریدونو تر سره کونکي باید محاکمه شي او له دې وروسته یي مخنیوی وشي”.

همدارنګه په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې د عربي ایتلاف له لوري د بریدونو په لړ کې، د عدن په ښار کې د حوثي وسله والو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ به نښتو کې تر اوسه(۳۶) کسان وژل شوي دي. د ایب نیز په ولایت کې د تیلو پر یوه ټانک په هوایي برید کې لس کسان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپیان دي.

د ریپوټونو له مخې د عربستان په مشرۍ د عربي ایتلاف جنګي الوتکو تر اوسه د یمن له یو ویشتو ولایتونو څخه پر نهو ولایتونو هوایي بریدونه تر سره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *