قومي مشرانو د تښتول شوو مسافرو په اړه د کوېټې له شورا سره خبرې کړې
د غزني د ولايتي شورا مرستيال وايي، په زابل کې د ٣١ تښتول شوو مسافرو د خلاصون لپاره قومي مشرانو څو ځلې د طالبانو له کوېټې شورا سره خبرې کړې دي خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.
دى زياتوي، دا خبرې يې د هغو وسله والو په غوښتنه کړې چې تښتول شوي کسان ورسره بنديان دي.
دغو وسله والو چې پخوا ويل کېدل په داعش ډلې پورې تړاو لري، د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په څلورمه ياد مسافر د کابل-کندهار پر لويه لاره د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې بوتلل.
تر اوسه د يادو مسافرو د تښتونې مسووليت چا نه دى منلى.
د غزني د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله د دغو کسانو د خلاصون لپاره د کب په ٢٣ مه زابل ته ولاړه، څو له تښتوونکو سره خبرې وکړي، خو له کومې لاسته راوړنې پرته بېرته راستانه شول.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع چې د دغه پلاوي مشري يې کوله، وايي چې دوى څو ځلې په داعش پورې له تړاو لرونکو وسله والو سره خبرې کړې ویلي ي دي؛ د غزني قومي مشران څو ځلې د طالبانو د کوېټې شورا له غړو سره د خبرو په موخه کوېټې ته هم تللي دي.
نوموړي وويل، لا هم څرګنده نه ده چې د دغو مسافرو د خلاصون په بدل کې د هغوى غوښتنه څه ده.
د غزني يوه قومي مشر چې د دغه پلاوي غړى و، د نوم نه خپرېدو په شرط وويل چې په زابل کې د مسافرو تښتوونکي وسله وال هېڅ ډول واک نه لري.
دغه قومي مشر زياته کړه: “موږ ته يې وويل چې تاسو بايد د کوېټې له شورا سره خبرې وکړئ؛ هلته هم ولاړو، موږ چې کوېټې شورا ته ولاړو، هلته يې د خپلو ۱۲ تنو د ازادېدو غوښتنه کوله، چې بايد لومړی هغوى خوشي شي.”
بلخوا د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري بيا د مسافرو تښتول د پاکستان د پوځ او استخباراتو کار بولي.
د ده په باور، هغوى په دغه کار سره غواړي په افغانستان کې قومي اختلافونو ته لمن ووهي.
اکبري زياتوي: “دا کار د پاکستان استخباراتو کړى او له دې لارې غواړي د قومونو تر منځ شخړو ته لمن ووهي.”
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا د يادو کسانو له تښتولو انکار وکړ او ويې ويل چې دوى په کې لاس نه لري.