د عربستان او یمن ګډې پولې ته نږدې، د دواړو هیوادنو د سرتیرو ترمنځ سخته جګړه رامنځ ته شوې ده. د منصور هادي د بهرنیو چارو وزیر یمن ته د سعودي عربستان د پلیو ځواکونو د رااستولو غوښتنه کړې.

د تر لاسه شويو ریپوټونو له مخې دواړو خواوو د یوه بل مورچلې او مرکزونه په سپکو او درنو وسلو په نښه کړي دي او سعدي څرخي الوتکو د یمن پوله ایزې سیمې تر برید لاندې راوستلې. بله خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت پر یمن د بریدونو بندولو غوښتنه کړې او دا یي د ریاض ستراتیژیکه تیروتنه ښودلې ده. د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي له دې سره چې دې ستونزې ته د یې د یوې حل لارې د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی، ویلي یي دي: ایران او عربستان د خبرو او دیپلوماتیکي لارو په کارولو سره د یمن ستونزې حل لاره پیدا کولای شي. همدارنګه د عربستان بهرنیو چارو وزیر( سعود الفیصل) ویلي: پر یمن به بریدونه موخې ته تر رسیدو دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *