د عراق له تکریت ښار څخه د حیدر عبادي لیدنه کړې

له تکريت ښار څخه د عراق لومړي وزير(حیدرعبادي) او يو شمير لور پوړیو چارواکيو ليدنه کړې ده.

د عراق کورنيو چارو وزير نن خبريالانو ته وويل: د تکريت ښار ډيری برخې د داعش له وسله والو پاکې شوې او ددوی سرتيري له وسله والو د ښار شمالي سيمو په پاکوالي بوخت دي.

د عراق صلاح الدین ولایت څخه د داعش وسله والو د په شا تمبولو عملیات یوه میاشت مخکې پیل شول او تیره ورځ عراقي ځواکونه ددې ولایت مرکز(تکریت) ښار ته د ننه شول. د داعش وسله والو پر واټونو، لویو لارو او د حتی د خلکو په کورنو کې ماینونه ځای پر ځای کړي دي چې له امله یي د امنیتي ځواکونو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځ ته شوې. د تکریت ښار ډيری برخې، چې ددې هیواد پخواني دیکتاتور صدام حسین ټاټوبی دی اوس مهال د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلی.

د عراق کورینو چارو وزیر(محمد غبان) نن خبریالانو ته وویل: یو شمیر ترهګر د ښار شمالي سیمو کې شتون لري او ددې سیمو د پاکوالي په موخه عملیات روان دي. ده ویلي، ترڅو ساعتونو به دا سیمې هم له وسله والو پاکې شي. ده ویلي: ” د تکریت ډیری برخې د داعش له وسله والو پاکې شوې یوه کوچونۍ برخه پاتې ده او ښه خبر دا دی چې دا سیمې به هم تر څو ساعتونو له دوی څخه پاکې شي. دښمن په بشپړه توګه ماته خوړلې خپله روحیه او ځواک یي له لاسه ورکړی دی او انشاالله چې جګړه به پای ته ورسیږي”.

د تکریت ښار د تیر ورړي راهیسې د داعش وسله والو تر واک لاندې وو. دا ښار په هغه لاره پروت دی چې پلازمینه له شمالي موصل ښار سره نښلوي. عراقي چارواکیو ویلي، د تکریت له آزادی وروسته، د موصل په لور خوزیږي، د هغه ښار په لور کې چې د عراق دوهم لوی ښار شمیرل کیږي او تر اوسه هم دداعش په لاس کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *