پر يمن د سعودي عربستان په بريد کي تر اوسه شپيته کسان وژل شوي او سلگونه نور ټپيان دي د يمن روغتيا وزارت مسئولينو ددي ځرگندونو ترځنگ، د ملگرو ملتونو لوی منشي (بانکي مون) له عربي مشرانو غوښتي ترځو د يمن ستونزې هواری لپاره ښکاره تگلاره غوره کري.

پر یمن د سعودي عربستان او ددوی ملګرو هیوادونو د بریدونو په څلورمه ورځ، رویترز خبري آژانس ددې هیواد د روغتیایي چارواکیو د مسئولینو له خولي ویلي، چې تر اوسه ددې بریدونو له کبله ۶۰ کسان وژل شوي او څلور سوه دوه پنځوس نور ټپیان دي. په دې بریدونو کې د حوثیانو او ددوی د ملګرو ګوندونو مرکزونه، دوسلو ساتنځایونه،روزنځایونه چې، په صنعا، حدیده، صعده، عدن ښارونو او نورو سیمو کې شتون درلود په نښه شوي دي. د ریپوټونو له مخې، دې بریدونو د یمن په لویو ښارونو کې د خلکو د ژوندانه چارې له ستونزو سره مخ کړي دي، بازارونه او عمومي مرکزونه تړل شوي او ډیری په لږه شمیره کسان په ښارونو او واټونو کې لیدل کیږي. ځینې یمنیان وایي، چې له ښارونو د وتلو هڅه کوي. بله خوا، حوثیانو خبرداری ورکړی، که چیرې عربستان پر یمن خپل تیري ته دوام ورکړي، دوی به په سعودي عربستان کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي.

د حوثیانو د اجرایي کمیټې چارواکي( عبدالمنعم قریشي) خبرداری ورکړی چې، دوی به پر یمن د تیري په غبرګون سعودي عربستان له منځه یوسي، پر یمن د سعودي عربستان او ددوی د ملګرو هیوادون تیری په داسې حال کې دوام لري، چې د ملګرو ملتونو لوی منشي (بانکي مون)، د عرابو مشرانو په یوه ناسته کې له دوی څخه وغوښتل ترڅو، د یمن کړکیچ د هواري لپاره یوه منظمه او روښانه تګلاره رامنځ ته کړي. خو د یمن مستعفي ولسمشر( منصور هادي) چې دا بریدونه دده په غوښتنه تر سره شوي، په شرم الشیخ کې د عربي مشرانو په ناسته کې د حوثیانو تر تسلمیدو ددې بریدونو غوښتنه وکړه. د عربستان پادشاه هم ویلي: دا بریدونه به په یمن کې تر بشپړ امنیت دوام ولري. له دې سره د عدن په ښار کې څو چاودنې شوې، چې له امله یي ډيریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، او ددې ښار اوسیدونکو یو پوځي مرکز هم غلان کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *