سعودي عربستان په داسې حال کې پر یمن خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې تیره ورخ د (الحدیده) توغندیو پنډغالی په بشپړه توګه ویجاړ شو.

د« عاصفه الحرم» په نامه د سعودي عربستان ددې عملیاتو په دوهم ورځ(جمعې ورځ)، دا ځل یو ویشت حوثیان د (عدن) ښار په شمال کې د (اوهط) سیمې په یوه کمین کې ووژل شول. د ویلو وړ دده چې د حوثیانو مخالفینو ددوی هغه موټر په نښه کړي کوم چې له (صنعا) څخه د بیرته راګرځیدو په حال کې ؤ.

له بلې خوا، جنګي الوتکو د (الصلیف) په بندر کې او (ابو حنیفه) پنډغالي، په دې بریدونو کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي خو ځاني زیان یي نه درلود. په دې لړ کې د (الحدیده) والي د ټولو پوځي پنډ غالیو د تشتولو حکم کړی دی.

له دې سره ویل شوي چې، پر یمن د سعودي عربستان د برید په دوهمه ورځ حوثیانو هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، دوی تیره ورځ په (ابین) ولایت کې د (شقرې ) بندر په بشپړه توګه نیولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *