ډيری نښې نښانې امریکا ته د ملي یوالي حکومت د مشرانو سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او پایلې یې ښې ګڼې. په دې هکله نښې او بیلګې هم لیدل شوي دي. د امریکا نګرې غړیو شل ځله په دوه پښو په دریدو او د پنځه ویشت ځله په شاوخوا کې په ناستې یي لاسونه پړکولي او ولسمشر محمد اشرف غني یي هڅولی او تشویق کړی دی. امریکا اعلان کړی چې د دوه زره اولسم کال تر پایه د ۳۵۲ زره کسیز افغان امنیتي ځواکونو بودیجه به ورکوي، له دې سره امریکایي چارواکیو ویلي د روان کال تر پایه به خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدي او ددوی له اوسنۍ کچې به څه نه کموي.

دې ټولو ته په کتو سره داسې ښکاري چې امریکا ته د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایي ریس ډاکتر عبدالله عبدالله سفر به له لاسته راوړنو ډک وي او څرنګه چې امریکاي چارواکیو ویلي، د امریکا په هکله د افغانستان په بهرني سیاست کې ډیر بدلون راغلی او د کابل نوی حکومت د واشنګتن په ښه ملګري هیواد اوښتی دی. دې ته په کتو سره د ښاغلي کرزي لید لوری چې د لویدیځوالو لومړنۍ کوربه وو په دې برخه کې تر ډیره بریالی نه ؤ او واشنګټن ته د لومړي سفر پر مهال ولسمشر غني هڅونې ته په کتو سره، ښاغلي کرزي د بریالیتوب نمره نه وه تر لاسه کړې. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اشرف غني په څیر د حکومتوالی په لومړیو ورځوکې د امریکا یانو لپاره په زړه پورې ؤ، هغه مهال به یي له احساساتو ډکې وینا کولې او حتی دده جامو څرنګوالي او رنګ ته به جایزه ورکول کیده، افتخاري دوکتوراوې به یي ورکولې او په هره ناسته کې به یي د میلیاردونو ډالرو مرستې تر لاسه کولې، خو په وروستیو کې ترنیوکو لاندې راوستل شو او د واکمنۍ وروستی یو کال یي د امریکایانو لپاره سر خوږۍ رامنځ ته کړی وو. اوس ولسمشر محمد اشرف غني دی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړنیو ورځو سره مخ شوی دی.

د دوهم لید لوري له مخې واشنګټن ته د ولسمشر لومړڼۍ سفر تر ډیره لاسته راوړنې نلري. ډیری بیلګې او نښې نښانې ددې ښکارندویي کوي چې امریکا ته د ملي یوالي حکومت د مشرانو سفر څرنګه چې ښایي هسې لاسته راوړنې نه دي درلودلې.

ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله د حکومت دوه ونډه وال په مساواینه برخو سره امریکا ته تللي دي. دا پټه خبره نه ده چې په حکومت کې دوه برخو په هیواد کې د ملي یوالې کچه ټیټه کړې او باید په دې تمه پاتې نشو، چې امریکایي چارواکي دي افغانستان ته په یوه سترګه وګوري او له دوی سره هغه چلند وکړي کوم چې د یوه مشردرلودونکي حکومتونو سره یي کوي. دې ته په کتو سره ګډ حکومت، د نړیوالو ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره نوی لید لوري نه لري حتی که په ظاهري توګه په دې هکله څه هم ونه ویل شي.

د نیوو ترهګریزو ډلو پرمختګ او رامنځ ته کیدل، د ملوک الطوایفی ځواکمنتیا او الیګارشي، نیمګړی دولت او نیمګړې کابینه هغه نور لاملونه دي چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو موقف یي په امریکا کې ټیټ کړی دی. ولسمشر امریکا ته له سفره مخکې د شپې لخوا د کابینې پاتې وزیران ددې لپاره ور وپیژندل چې وښيي، په ملي یوالي حکوممت کې اختلافات شتون نلري او هر څه په ښه توګه روان دي. په دې دول لید سره به بیځایه وي چې ووایو امریکا او لویدیځ هیوادونه د ملي یوالي حکومت سره ډيرې ژمنې کوي او دوی ته تر ډیره د پام وړ دی، په داسې حال کې چې د حکومت نیمګړې کابینې ته په کتو سره هیڅ یو مرسته کونکی هیواد دې ته چمتو نه دی، ترڅو له بې مسولیته سرپرستانو سره خبرې وکړي له دوی سره تړون لیکونه لاسلیک او دوی ته مرستې ور وسپاري. پوښتنه دلته ده که چیرې اړیکې پیاوړې او ټینګې شوې، نو ولي د اقتصاد په هکله خبرداری ورکول کیږي او ښاغلی غني د څلور نویم کال لپاره بودیجه نلري؟.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *