پر يمن د سعودي عربستان له بريدونو سره، دنړيوال اختلافاتو کچه لوړشوې ده د الجزاير حکومت په ډاگه له دې بريد سره مخالفت څرگند کړی او ملگرو ملتونو لوي منشي ويلي، په دي تړاو له عربي ټولنې سره ناسته تر سره کوي.

پر يمن د سعودي عربستان د بريدونو پر وړاندې د مخالفتونو د ډيرښت په دوام سره، د الجزایر حکومت په ډاګه له دې برید سره مخالفت ښودلی دی. ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلی، دوی د یمن ستونزی د هواری لپاره خبرو او دیپلوماتیکي اړخونو ته لومړیتوب ورکوی. د اجزایر بهرنیو چارو وزیر(رمطان لعمامرة) چې د عرب هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې یي خبرې کولې، وویل: عربي تولنه باید د خپلو ټولو ستونزو د هواری لپاره له خبرو او دیپلوماسۍ څخه کار واخلي. په پاکستان کې هم پر یمن برید، چې په اسلامي هیوادونو برید ښودل شوی، یو شمیر کسانو په لاریون لاس پورې کړی دی. د پاکستان انصاف ګوند په ګدون یو شمیر سیاسي ډلو له حکومته غوښتې تر څو له ریاض سره په دې مسئله کې یو ځای نشي. له دې سره د پاکستان دفاع وزیر په یمن کې د پاکستان له پوځي مداخلې سره مخالفت څرګند کړی او اسلام آباد ریاض ته د خپل پلاوی سفر ځنډولی دی. په لبنان کې سید حسن نصرالله، په یمن کې د جګړې د بندولو غوشتنه کړې خو له دې سره یي ویلي چې د یمن خلک به بریالی شي. ده زیاته کړې: سعودي شهزاده ګان په دې هڅه کې دي ترڅو د عربستان او نورو هیوادونو د پوځیانو او د یمن د خلکو د وینو په تویولو پر دې هیواد واکمن پاتې شي. العالم شبکې هم په (الدراز) سیمه کې، پر یمن د عربستان د برید پر وړاندې د لوی لاریون له تر سره کیدو خبر ورکړی دی. همدارنګه یو شمیر هیوادونو لکه امریکا، ترکې او اسرایلو له دې بریدونو ملاتړ کړی دی. اسرایلي چارواکیو پر یمن د سعودي عربستان برید، ددې رژیم د موخو د پلي کیدو لپاره ښودلی دی. د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکی مون ویلي: د یمن ستونزې د هواری لپاره په عربي ټولنه کې له شته عربي مشرانو سره خبرې کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *