د عراق پر تکریت امریکایي الوتکو بمبارپیل کړ
د امریکا جنګي الوتکو د تکریت د بېرته نیولو لپاره هوايي حملې پیل کړي
د امریکا جنګي الوتکو د داعش له وسله والې ډلې څخه د تکریت ښارد بېرته نیولو لپاره د عراقي ځواکونو د تازه عملیاتو د ملاتړ لپاره هوايي حملې پیل کړي
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، عملیات دوام لري او بمونه غورځول کېږي
ده همدا راز وویل، د عراق حکومت د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد د هوايي بریدونو غوښتنه کړې وه او دوی په تکریت کې د عملیاتود ملاتړلپاره له هوايي ځواکه کار واخیست
د عراق صدراعظم حیدرعبادي نن ملت ته په وینا کې د تکریت د نیولو اټکل وکړ خو ویې نه ویل چې امریکا په عملیاتو کې د دوی هوايي ملاتړ کوي