د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د امریکا متحده ایالاتو د دې هېواد د ملي اردو ځواکونو ته شپږ نورې جنګي هیلي کاپترې سپارلي

د افغانستان دفاع وزارت وایې، که نړېواله ټولنه د دې هېواد له ملي اردو سره په کړیو ژمنو عمل وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به افغان هوايي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي

ښاغلی وزیري وایې، په نږدې راتلونکې کې به دېته ورته پنځه نورې هیلي کاپترې هم د امریکا له خوا د افغانستان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي:

″که دا زموږ له نورو هیلي کاپترو سره یوځای شي، موږ کولای شو به محاربوي عملیاتو کې ورنه ښه استفاده وکړو د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره وکاروو،د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي که نړېواله ټولنه به خپلو ژمنو عمل وکړي زه به دې باورلرم چې انشاالله زموږ هوايي ځواک به هم په نږدې راتلونکي کې په پښو ودریږي.″

هغه زیاته کړه، په جنګي وسایلو سمبال دا هیلي کاپترې امریکايي دي، خو د دې الوتکو د بیې په اړه یې معلومات ورنه کړل.

دولت وزیري که څه هم د افغانستان د هوايي ځواکونو په برخه کې ستونزې نه ردوي، خو زیاتوي چې دا ځواکونه تر پخوا ډیر پیاوړي شوي.

له دې وړاندې امریکا د افغانستان له پوځ سره د( سي ۲۷ )ډوله ترانسپورتي الوتکو مرسته کړې وه، خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي دغه الوتکې زړې وې او پرزې یې هم نه پیدا کیږي.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېرافغان کارپوهان د افغانستان هوايي ځواکونو ته د هیلي کاپټرو د سپارلو د هرکلي ترڅنګ وايي چې مرسته کوونکي هېوادونه باید له هیلي کاپترو سره لازم وسایل هم افغان هوايي ځواکونو ته ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *