سعد حریري: قدس به د فلسطین دایمي پایتخت پاتي وي.

د لبنان لمړي وزیر د فلسطین د خلکو څخه په ملاتړ غونډه کې څرګنده کړه چې “قدس” به د فلسطین دایمي پایتخت پاتي وي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،سعد حریري ” د قدس څخه د دفاع” په غونډه کې ددې ترڅنګ چې ددغه هیواد څخه یې د لبنان ملاتړ اعلان کړ ویي ویل چې د قدس څخه د ملاتړ لپاره باید سره یو ځای شو،هر اتفاق چې مینځته راځي قدس به د فلسطین د همیشني پایتخت پاتي وي.

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په یوه سیاسي اقدام او د منځني ختیځ په قضیه کې په نورو هیوادونو د فشار راوړلو په بهانه قدس د اسرائیل د پایتخت په توګه اعلان کړ،چې له امله یې د اسلامي هیوادونو، اروپایي ټولنې او د امریکا په داخل کې تشنجونه زیات کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *