د حکومت له تعصبه ډک نظر،د افغانستان په شمال کې ستونزي راپیدا کړي دي

د شمال حوزې د ولایتونو د ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي وایي،د شمالي ولایتونو پر وړاندې د حکومت له تعصبه ډک چلند دغه حوزه کې ستونزې وروستي حد ته رسولي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا معاون صبغت الله سیلاب د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وایي،حکومت د افغانستان د شمال سره نیکې او ښې اړیکې نه لري ،دا موضوع ددې سبب شوې ده چې حکومت د افغانستان شمالي ولایتونو سره د تعصبي چلند څخه کار واخلي.
د فاریاب د ولایتي شورا معاون وایي په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د دولت د امنیتي ځواکونو په وړاندې حملو زیاتوالی موندلي او د شمالي ولایتونو په ډېرو برخو دغه ډلې شتون لري؛ مګر حکومت د هغوې د ځپلو په خاطر د ملاحضي وړ کړني په لاس کې نه لري.
په همدغه حال کې د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني هم ددغه ولایت امنیتي وضعیت اندیښمن کړی دی او وایي،حکومت تر اوسه پورې زمونږ غوښتنو او خبرداریو ته پاملرنه نه ده کړې.
ښاغلی رحماني زیاتوي،ددې ولایت ۶۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده او ددې امکان شته چې په راروان کال کې امنیتي وضعیت له دې هم خراب شي.
له بل طرفه هم جوزجان ولایت د جمهوري ریاست د لمړي معاون د زوکړې ځای دی نومړی یو د هغه څیرو څخه شمېرل کیږي چې طالب ضد دي،د خپله لاسه نا ارامي زیاتي دي او د دې ولایت د ولایتي شورا د غړیو په وینا،دداعش ترهګره ډله په دوه ولسوالیو( درزاب او قوش تپه)کې پراخ شتون لري او پرته له دې وسلوالو طالبانو همدارنګه ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خپل ځان لپاره هستوګن ځایونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د شمال مشرانو سره د حکومت سړو اړیکو هغه وخت صورت ونیوو چې د جمهوري ریاست لمړی معاون جنرال عبدالرشید دوستم نږدې یو کال وړاندې په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو سره د جګړې نه وروسته بیرته راستنیده چې د احمد ایشچي په وهلو او جنسي تیري تورن شو او دغه ” تور” څه وخت وروسته د هیواد څخه د جمهوري ریاست د لمړي معاون په وتلو پای ته ورسید.
همدارنګه ۳ میاشتې وړاندې د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په استولو سره عطامحمد نور د بلخ د ولایت د چوکۍ څخه لرې کړ او د هغه پرځای یې انجینر محمد داوود د بلخ د والي په ډول ور وپیژنده.
جنرال عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور د افغانستان د شمال د بانفوه شخصیتونو څخه شمېرل کیږي او زرګونه تنه پلویان له ځان سره لري. وروسته له هغې چې د حکومت او د شمال د خلکو ددغه دوه مشرانو ترمینځ تشنجونه مخې ته راغلل د هیواد د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت د خرابوالي لوري ته لاړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *