د سعودې یوه بې پیلوټه الوتکه د یمن په پوله باندې غورځیدلي ده
د یمن د فوځ هوایي موانعو او انصارالله ډلې د عربستان یوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه ددواړو هیوادونو ترمینځ پوله کې له مینځ وړي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د العالم څخه یې رانقل کړی دی،د یمن فوځ د الوتکو ضد موانعو او انصارالله د چهارشنبې په ورځ د عربستان یوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه د ” علب” نه تر” عسیر” سیمو په داخل کې نسکوره کړیده چې دغه سیمه د عربستان په جنوب کې واقع ده.
د یمن د فوځ د هوا ضد جزتامونو او انصارالله د عربستان لخوا د یمن پر وړاندې د جګړې له پیله د عربستان په لسګونو بې پیلوټه جاسوسي الوتکي له مینځه وړې دي.
د یمن د فوځ ځواکونو او انصارالله همدغه راز د چهارشنبې په ورځ د سعودي د ائتلاف پوري تړلې نظامیان د” علب” او “عسیر”د سیمو په داخل کې چې د عربستان په داخل کې موقعیت لري د ډزو په پایله کې له پښو وغورځول.