په تخار ولایت کې وسله وال طالبان پرمختللو وسلو ته لاس رسې لري

د تخار د ولایتي شورا رییس وایي،په دې ولایت کې د طالبانو د ډلې جنګیالي پرمختللو وسلو ته لاسرسی لري او دوه شپې وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ په امنیتي ځواکونو د پوستو په برید کې د دا ډول وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
د تخار د ولایتي شورا رییس وفي الله رحماني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،د وسله والو طالبانو لخوا دوه شپې وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن په سیمه کې د ملې اردو او سیمه ایزو پولیسو په پوستو ډلیز بریدونو کې د پرمختللي او شب بین دار وسلو څخه استفاده شوي ده.
وسله والو طالبانو د جمعې د شپې( کب ۱۸) په حمله کې د خواجه غار په ولسوالۍ کې د دوه تنه قومندانانو په ګډون ۱۰ تنه سیمه ایز پولیس او ۷ تنه د ملې اردو سرتیري ووژل شول او ۷ تنه محلي پولیس او ۶ تنه د ملې اردو سرتیري پکې ټپیان شول.
د تخار د ولایتي شورا رییس وایي،ټول وژل شويو سرتیرو په دقیق ډول په نښان ویشتونکو وسلو په سر او مرۍ کې مرمۍ خوړلي دي او دا ښکاره کوي چې وسله وال طالبان پرمختللو او شب بین دارو وسلو ته لاس رسي لري.
هغه زیاتوي،د خواجه غار ولسوالۍ زیات پراخوالی او د امنیتي ځواکونو کمبود ددې سبب ګرځیدلی دی چې ددې ولسوالۍ زیاتي برخې د وسله والو طالبانو لاسته ولویږي.
رحماني وایي،په دې ولسوالۍ کې د خلکو عریضې ۷۰ سلنه د وسله والو طالبانو له لوري څیړل کیږي او د ۳۰ سلنه څخه کم وګړي حکومت ته مراجعه کوي.
د تخار ولایت سیمه ایز مقامات خواجه غار ولسوالۍ ته ددې پیښو د څیړلو لپاره د یوه ټیم د لیږلو خبر ورکوي.
د تخار د ولایتي شورا رییس په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د واک لاندې سیمو د پراخیدو په اړه اندیښنه لري او له حکومت څخه غواړي چې که هرڅومره ژر کیږي وسله وال طالبان دې وځپي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *