ولسمشر غني په خپلو خبرو هم باور نه لري؛ د کندز د والي قضا ،تقدیر او الهي امتحان…

ولسمشر غني تیره ورځ(۳-حوت-۱۳۹۶) د سولې د ملې او مشورتي کنفرانس کې قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو استازو ته وویل:” کله چې زما اولاد،د افغانستان ټول خلک زما اولادونه دي،ټوټي ټوټي شي او وینې یې په سرکونو کې وبهیږي دا د الله تعالی امتحان دی”
د خبرو په دوام ولسمشر وویل:په دې معنی چې کله مخالفین مونږ وژني زمونږ ځواب ددوې په وړاندی جنګ دی او که سوله؟ د ایت شریف په بنیاد د شر ځواب په نیکې سره ورکړې.سوله پر جنګ غوره ده ،ددې نه علاوه څه توپیر لري چې د وژلو ځواب په وژلو ورکړم دا په ما امتحان دی چې د غم او پریشانۍ په ورځ د خپل عقل څخه کار واخلم.
ولسمشر غني دغه خبرې څو اوونۍ وروسته له هغې وکړې چې مرګانیو حملو د کابل ښار اوسیدونکي ووژل،دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د کندز د سقوط پر وخت چې بیګناه خلک پکې وژل شوي وو؛ د کندز د والي د څرګندونو په اړه چې دغه پیښه یې د قضا او تقدیر سره تړلي بللې وه،ویلي وو چې خپله بې کفایتي باید په تقدیر سره توجیه نه کړي.
د ۱۳۹۵ کال د میزان په اتلسمه د ولسمشر غني دفتر ویلي وو:د حکومت هیڅ استازی حق نه لري چې د وژل شویو په مخ کې د قضا او تقدیر غلط تعبیر وکړې چې د عقیدې موضوع دې د خپل ځان څخه د مسولیت د لرې کولو لپاره د خپل کم کار دپاره توجیح کړي.
جمهورې ریاست ارګ یو ځانګړي شخص ته د اشارې پرته دغه جمله پر خپله رسمي پیسبوک پاڼې خپره کړیده ،مګر نه لیدل کیږي چې د نوموړي اشاره به د کندز د والي خبرو ته وي.
د جمهورې ریاست ددې خبرو څخه څو ورځې وړاندې د کندز والي اسدالله عمر خیل په دغه ولایت کې د جنګ د سختیدو او ګڼ شمېر خلکو د وژل کیدو وروسته خلکو ته وویل:چې مرګ د الله تعالی په حکم سره صورت نیسي او ددې ولایت خلک که چیرته پنجره کې هم بند کړای شي بیا هم وژل کیږي.
په همدې حساب که چیرته د کندز والي ددې ولایت د سقوط پر مهال د خلکو وژل کیدل او د ښاریانو د امنیت موضوع په تقدیر پورې تړي،ولې ولسمشر غني چې د هیواد لمړنی سړی دی خپله او د کابل د امنیتي مسوولینو بې کفایتي د هغه په وینا الهي امتحان ګڼي؟
د ملي وحدت حکومت چې د خپل واک د لمړیو ورځو څخه تر نن ورځې پورې د بې لارۍ په لوري روان دی نه ولسمشر غني په خپلو ویناوو عمل کړی دی چې د انتخاباتو په دوران کې یې کړي وې او نه ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو وعدو وفا کړیده.
د تیرو درې کالونو را په ديخوا د ولس او دولت ترمنځ واټن زیات شوی دی او تیګه په تیګه تړلي نه دي،ټول خپل حکومت لري او د ملې وحدت حکومت د کابل په داخل کې تر څو کیلو مترو پورې رسبږي.

ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *