د اعش ترهرګرې ډلې د افغانستان په شمال کې روسیه اندیښمنه کړې ده

په هغه ناسته کې چې دروسیې او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ ترسره شوه دافغانستان په شمال کې دداعش ډلې د راښکاره کیدو په په څرګندونې وشوي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د روسیې رسنیو څخه یې رانقل کړی دی،روسیې تازه د هغې ناستې په اړه چې د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پکې په روسیه کې ګډون کړی وو په امریکا او ناټو انتقاد کړی دی چې د افغانستان په شمال کې یې دداعش ډلې د زیات نفوذ حقیقت پټ ساتلې دی.
د روسیې د بهرنیو جارو وزیر سرګي لاوروف په دغه ناسته کې وویل هیواد یې دداعش ډلې د شتون د زیاتوالي او نفوذ په خاطر” حواس له منځه وړي دي ” شوي دي.
د لاوروف په وینا دداعش ترهګرې ډلې شتون د افغانستان په شمال او ختیځ کې خطرناک دی او همدا مهال ددغه ډلې د جنګیالیو شمېر زرو تنو پورې رسبږي.
لاوروف وویل دقیقاً زمونږ د مرکزي اسیا د ګاونډیو هیوادونو پولو کې چې د ترهګرو د ورننوتلو خطر ورته زیات دی دغه ځایونه کې ددوې لپاره ستونزمن نه شي تر روسیې او له هغې وړاندې هم رسیدلی شي.
په همدغه حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي دي چې په افغانستان کې دداعش ډلې د شتون ناسم کنټرول زمونږ د نګرانۍ سبب شوی دی.
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه شان ویلي دي چې داعش د سیمې د هیوادونو لپاره جدې خطر دی او باید په یاد ولرو که مخه یې ونه نیول شي خطرناکې پایلې به ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ایراني مذهبي مشر آیت الله خامنه ای په خپلو خبرو کې ویلي وو چې امریکا ددې په خاطر چې په افغانستان کې پاتي شي او د اسراییل امنیت تامین کړي دافغانستان ته د داعش ډلې د لیږلو په حال کې ده.
خامنه ای وویل:په افغانستان کې وروستۍ وژنې ددې نقشې برخه ده هغه ټینګار وکړ چې امریکا په دې لټه کې ده چې ددې سیمې خوشالې ونه ګورې او دولتونه او ملتونه یې په خپل مینځ کې په شخړو مشغول پاتي شي او د اسرائیل ظلمونو ته یې پام نه شي.
د ایران د اسلامي دولت مشر څرګنده کړه: امریکایان پخپله په افغانستان کې د ناامنۍ اصلي عاملان دي او د مذهب په نوم چې شل کاله مخکې په دغه سیمه کې کوم مرګونه شوي دي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې عامل امریکه وه او دوې همدا اوس هم په دې لټه کې دي چې د نا امنۍ په رامنځته کولو خپل شتون ثابت کړي او په خپلو سیاسې او اقتصادې موخو پسې مخکې لاړ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *