تښتیدونکي عاشق د وسله والو کسانو په پنجو کې او د پولیسو  په خپلې کمزورۍ اعتراف وکړ

د بغلان د فرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی شرف الله دعوه لري چې غیرمسووله وسله والو کسانو ددې ولایت په خوست ولسوالۍ کې دده زوې د یوې جینې سره یو ځای چې د واده په قصد له کوره تختیدلي وو نیولي دي او د دریو ورځو راپديخوا د هغوې په زندان کې دي.
هغه د خاور میانه خبرې اژانس سره د خبرو په ترڅ کې وویل: د زوی ژوند یې په خطر کې دی او دغه کسانو اخطار راکړی دی چې که چیرته د زوې د خلاصون لپاره لور په بدو کې رانکړې زوي به دې ووژنو.
شرف الله وایي: انجلې د وسله والو کسانو لخوا خپلې کورنۍ ته سپارل شوي ده او په دې اړه پولیس هم په جریان کې اچول شوي دي خو تر اوسه پورې یې پرې اقدام نه دی کړی.
د خوست ولسوالې جنایي مدیر میر نقیب الله ددې موضوع د تاید ترڅنګ خاور میانه ته وویل: له دې وجې چې وسلوال کسان په دغه منطقه کې پیاوړي دي پولیس نه دي توانیدلي چې دوې د وسلوالو له منګولو خلاص کړي.
د هغه په وینا دغه هلک او انجلۍ قومي مشرانو ته سپارل شوي دي چې د سپین ږیرو د جرګو په ترڅ کې دغه قضیه حل کړي.
مګر شرف الله وایي تر اوسه پورې یې سپین ږیرو ته مراجعه نه ده کړي او زوی یې اوس هم د وسله والو کسانو په بند کې دی او هره شیبه له خطر سره مخ دی.
له کورونو تیښته دافغانستان په شمال کې یوه ټولنیزه ستونزه ده چې ډېر ځله ځوانان او پیغلې یې قرباني شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *