افغانستان یو ځل بیا د امریکا او روسې د سیالۍ په ډګر بدلیږي؟

روسیه، چین او پاکستان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې او ټیکاو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو په مسکو کې جرګه شوي.

روسي او پاکستاني چارواکي وايي، دا “د افغانستان په اړه د دې درې اړخیزې کار ډلې” دریمه غونډه ده او دوه نورې یې په بېجینګ او اسلام اباد کې شوې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان او یا هم د افغان کشالې په اړه د بل ښکېل لوري استازی نشته او داسې ښکاري چې دا ناسته د افغانستان په تړاو د دریځ نږدې کولو لپاره د روسیې او پاکستان د هڅو چټکول وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې کابل ته پر بلنه نه ور کولو نیوکه کوي او دا دریځ اندېښمنوونکی او پر ځای نه بولي.

د روسیې او پاکستان اړیکي تر ډېره ساړه او پخوا له دوښمني ډک و، په وروستي یوه کال کې پاموړ ښه شوي ان چې د دواړو هېوادونو پوځیانو تېر سپټمبر په اسلام اباد کې پوځي مانورې وکړې.

 په افغان چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په اول ځل د مسکو او طالبانو د اړیکې خبره وکړه.

د افغانستان په تړاو د روسیې د ډيپلوماسۍ بدلون ته هغه وخت پام واوښت چې تېر کال په افغان چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، هېواد یې له داعش سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې یا تماس لري.

په تېر کې طالبان د مسکو سر سخت سیمه ییز دښمنان بلل کېدل، خو د دوی په تړاو د روسي ډيپلوماټانو دې دریځ افغانان سخت هیښ او اندېښمن کړل او ور پسې د افغان پارلمان، امریکايي او ناټو چارواکو منفي غبرګون هم را پورته شو.

* روسیه د افغانستان په اوسني سیاست کې څه رول لري؟

* د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو

رویټرز خبري اژانس د افغان حکومت او طالبانو د ځینې سرچینو له خولې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې په مسکو او تاجکیستان کې د طالبانو د استازو او روسي چارواکو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې دي.

د کندوز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ ویلي، په یوه غونډه کې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام هم ګډون درلود او له روسي چارواکو سره د لیدنې لپاره تاجکسیتان ته تللی و.

 په کندوز کې ځايي چارواکي له افغان پولې سره نږې د شکمنو الوتکو د الوت او د روس جوړ نویو وسلو د نیولو خبره کوي.

د ډیسمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان ولسي جرګې وویل، له طالبانو سره د روسیې د مرستو په تړاو رپوټونه څاري او په یوه لیک کې یې په دې هکله له روسي چارواکو سپیناوی غوښتی.

افغان چارواکو له طالبانو سره د روسیې د مرستو کوم سند وړاندې نه کړ، خو د کندوز امینه قومندان وايي، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سرحدي سیمو کې د نامعلومو شکمنو چورلکو الوتنې او په کندوز کې د روس جوړ نویو وسلو نیولو دا اندېښنې پیدا کړې چې سیمه ییز لوبغاړي ممکن په افغانستان کې له هغه پر ډېر رول لوبولو بوخت وي، چې تصور یې کېږي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن هم درې اونۍ وړاندې په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، چې روسیه هم له ایران او پاکستان سره یو ځای شوې او د دوی په څېر په افغانستان کې د “زیانمن نفوذ” هڅه کوي.

هغه زیاته کړه، چې مسکو طالبانو ته د رواتوب یا مشروعیت ور کولو هڅه کوي.

 جنرال نېکلسن وايي، مسکو د داغش په پلمه کولو سره په افغانستان کې منفي رول لوبوي.

د جنرال نېکلسن په خبره، روسیه په افغانستان کې د خپل سیاست لپاره داعش پلمه کوي.

نوموړي دا هم وویل، کوم رواتوب چې روسیه یې طالبانو ته ور کوي، رښتونی بنسټ نه لري، خو د افغان حکومت د کمزوري کولو او په افغانستان کې د ناټو هڅو د اغېزمنولو لپاره دی.

د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو جوړولو وړتیا نشته

د افغانستان او طالبانو د بدلون څارونکی او لیکوال مایکل سمپل باوري دی چې افغان حکومت او طالبان له مسکو سره د دې ډلې د اړیکو په تړاو قصداً مبالغه کوي.

د هغه په خبره، د طالبانو او روسیې د اړیکو په هکله مبالغه کېږي: “زما په اند کوم داسې سند نشته چې د طالبانو او روسیې ترمنځ نوې اړیکې تایید کړي یا هم له دې ډلې د مسکو ملاتړ وښيي. زما په باور د داسې اړیکو د رامنځ ته کولو ړتیا نشته چې د طالبانو یا روسیې په ګټه وي”.

نوموړی زیاتوي طالبان د دې لپاره دې موضوع ته لمن وهي، چې خپلو ټیټپوړو غړو او وسلوالو ته وښيي د روسیې په څېر مهم هېواد یې ملاتړ کوي او په دغه سخت وضعیت کې چې طالبان ور سره مخ دي دا تبلیغ د خپلو سرتېرو د مورال لوړولو او دې ډلې ته د سیمه ییز رواتوب بښلو لپاره اهمیت لرلی شي.

د روسیې په علومو اکېډمۍ کې د ختیزو مطالعو د څانګې غړی رمضان داوروف هم باوري دی چې دمګړۍ مسکو له واشنګټن سره سیالي او د افغان حکومت کمزوري کول نه غواړي.

د هغه په اند، “له طالبانو سره د روسیې د اړیکو هڅه د دې لپاره وه چې مسکو دا ډله ډېره وپېژني او معلومه کړي چې طالبان د نوي یمې لسیزې په څېر منځنۍ اسیا ته د ځواک پراخولو فکر لري که یه. د روسیې لپاره د منځنۍ اسیا ټیکاو او د اوراسیا اقتصادي پراختیا لومړیتوب لري”.

د هغه په اند، “روسیه په افغانستان کې له لوېدیزو هېوادونو سره د سیالۍ نیت نه لري. روسیه پوهېږي چې افغانستان اوس خپل حکومت لري او ممکن دا حکومت لوېدیځ ته څه اندازه میلان ولري، خو مسکو د دې حکومت کمزوري کول او په افغانستان کې ګډوډي جوړېدل نه غواړي”.

ستره لوبه، سړه جګړه، روسیه او افغانستان

په افغانستان کې د روسیې د رول مخینه ښيي، چې دا هیواد په افغانستان کې تل له بدلون سره حساس دی او په مختلفو دلایلو سره یې په دغه هېواد کې لاسوهنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *