قاهره له عراقه له يو نه تر دوو ميلين بېرل تېلو پورې اخېستل غواړي
طارق الملا پرون په قاهره کښې د اوپېک د تېلو صادروونکو عربو هېوادونو د کانفرنس تر څنګه له خبريالانو سره په مرکه کښې وويل: هېواد يې د ۲۰۱۷ کال په وړومبنيو دريو مياشتو کښې نېغ په نېغه توګه د تېلو د اخېستلو لپاره له عراق سره د موافقې د ترلاسه کولو په تکل کښې دے.
د رياض او قاهرې د بهرني سياست په دريځونو کښې له اختلافاتو وروسته په سعودي کښې د نړۍ د تېلو ترټولو لوے شرکت آرامکو له تېر اکتوبر څخه په مصر باندې تر پينځو کلونو پورې د تېلو د خرڅولو باوجود دغه هېواد ته د تېلو له صادرولو ډډه وکړه.
سعودي عرب ټاکلې شوې وه په روان ميلادي کال کښې مصر ته د سعودي د باچا په رسمي سفر کښې د لاسليک شوي نوموړي توافق له مخې تر پينځو کلونو پورې هره مياشت د درويشتو ميلين ډالرو د ارزښت تيلي څيزونه دغه هېواد صادر کړي.