د سوماليا په پلازمينه کې د د چاودندې له امله لس کسان وژل شوي او په لسگونه نور ټپيان دي

د سوماليا په پلازمينه کې د د چاودندې له امله لس کسان وژل شوي او په لسگونه نور ټپيان دي

تر اوسه ددي پيښې مسوليت چي د گڼې گوڼې  په يوه سيمه کي رامنځ  ته شوې چا  او نه هم کومي ډلې پر غاړه اخستی او ډيری په دي ډول بريدونو کي د الشباب وسله واله ډله په لاس لرلو تورنيږي

د سومالیا پلازمینې موګادیشو په یوه بازار کې زوروره چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې خلک د اړینو توکیو د پیرلو په موخه راټول شوي وو. دا بازار د پوځیانو یوه مرکز ته نږدې پروت دی. دولت د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه په ښار کې پوځیانو ته د تګ را تګ اجازه نه ورکوي او خلک د ملکي تلفاتو پر ډیرښت نیوکې کوي.

“زه له هغه لومړنیو کسانو څخه وم چې سیمې ته ورسیدم  د خلکو ترمنځ ناورین رامنځ ته شوی وو زما ګاونډ هټۍ وال خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې  ډيری نور کسان یا وژل  شوي وو او یا هم سخت ټپیان شوي  وو.”

“دا یواځینۍ منظم مرکز وو  او موټر بم چاودونه په مرکز کې رامنځ ته شوه  دا کومه  حکومتي سیمه نه وه برید غوښتل په دې پیښه کې ډيری کسان ووژل شي.”

تر اوسه ددې برید پړه چا  او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستې، خو ډیری مهال په دې ډول بریدونو کې د الشباب وسله واله ډله په لاس لرلو تورنیږي. درې اونۍ وړاندې هم د پولیسو پر یوې پوستې ورته برید تر سره شوی چې له امله یې نهه سرتیري ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *