د طالبانو ترهګرې ډلې د ای خانم بندر په سقوط کولو سره د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي

. د تخار سیمه ایزو مقاماتو خبر ورکړی دی چې د طالب ترهګرو ډلې تیره شپه ( ۸ سرطان) د دغه ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د پولیسو د کمیسارۍ په برید کې د ای خانم بندر نیولی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي دي چې وسله والو طالبانو تیره شپه شاوخوا یوه بجه ددغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ برید کړی دی او د ای خانم بندر ته یې سقوط ورکړی دی ۲ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي او پینځه تنه یې نیولي دي.

تیموري زیاته کړې ده وسلوالو طالبانو په دې پیښه کې ۴ عرادې رینجر او ۲ هاموي موټرو ته اور ورته کړی دی او د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات چې له هغوې سره په ډيپو کې وو له ځانه سره وړي دي.

ویل کیږي چې وسلوالو طالبان نن ورځ سهار په داسې حال کې ددغه بندر څخه وتلي دي چې د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دوې په دې پیښه کې ۱۰ تنه امنیتي سرتیرې وژلي او ۶ تنه نور یې له ځانه سره بندیان کړي دي او همدارنګه ۸ عرادې رنجر،۳ هاموي ټانکونه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر تجهیزات یې هم له ځانه سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالې څه وخت مخکې هم د وسلوالو طالبانو په لاس سقوط کړی وو او دې ډلې د ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره دولتي ودانیو ته هم اور اچولی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *