د عراق په موصل کي دولتي سرتيرو پرمختگ کړی دی
له دي سره ويل شوي چي له دي سيمي د کډه شويو کسانو شميره سلو زرو ته رسيدلي ده
پّ دې وروستیو کې دعراق موصل عملیاتو ته زور ورکړل شوی. د عراق دولتی سرتیرو ادعا کړې چې په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او یوه سیمه یې له داعش څخه نیولې ده.
رامي- “چټک غبرګون د میثاق سیمه نیولې ده مونږ د نورو عراقي سرتیرو په ملتیا ښه پرمختګونه درلودل له دې سره مونږ د ملکي کسانو وتلو ته امنه لاره رامنځ ته کړې ده مونږ به د دښمن تر له منځه تلو خپلو بریدونو ته دوام ورکړو.”
د موصل عملیات له دوه میاشتو راهیسې دوام لري او په دې عملیاتو کې کرد مخکین مرګي ملشې او ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې نړیوال ایتلاف د عراقي سرتیرو ملتیا کوي. ددې عملیاتو له امله تر اوسه یوسل څوارلس زره کسان د خپلو کورونوو پریښودو ته اړ شوي دي او د سیمه ایزو خلکو لپاره یې ډيرې ستونزې رامنځ ته کړې دي.