په آلمان کې د لارۍ د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي
په آلمان کې د لارۍ د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي
د جرمني پوليس وايي يوه لارۍ د ګڼې ګوڼې پر مارکېټ ورغلې چې ويل کېږي ۱۲ کسان يې وژلي او شاوخوا ۴۸ تنه نور يې ټپيان کړي ډي.
دغه پېښه په برلين ښار د کرېسمېس په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
پوليس وايي د لارۍ چلوونکی چې وړاندې ويل کېدل تښتېدلی اوس نيول شوی دی.
جرمني د هتلر ځمکلاندې پټنځي بله نمونه جوړوي. جرمني کې د رجب طیب اردوغان پرضد پراخ لاریون
د جرمني د لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل ویاند سټېفن سيبرټ ويلي، “موږ د دغې پېښې له امله خواشيني يوو او هیله من يوو چې ټپيان به د اړتيا وړ مرستې ترلاسه کړي”.
د پوليسو يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، “موږ پلټنه کوو چې ایا دا ترهګريز بريد و که نه، تراوسه د دې علت نه دی معلوم”.
له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې او له خلکو يې غوښتي چې د پېښې له ځايه ووځي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.