له پاکستان سره دښمني سیمې ته زیان رسوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودري اعلام کړی، سره له دې چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کوي؛ خو خبرداری ورکړی چې له دغه هیواد سره دښمني به د ګردې سیمې لپاره به زیان ورسوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستان سره د دښمني لپاره د افغانستان او هند یووالي، د ټولې سیمې په زیان به تمامه شي. دغه خبرداری وروسته له هغې د افغانستان حکومت ته ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د اسیازړه کنفرانس چې هند کې تر سره شو وویل:” پاکستان دې له مونږ سره د مالي مرستو پرځای، ښه به دا وي چې په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.” ښاغلي له دې غونډې وروسته، کابل کې هم ټینګار وکړ چې افغانستان یو سوالګر هیواد نه دی او د چا مرستو ته اړتیا نلري. ښاغلي چودري ټینګار کړی، که د افغانستان او هند یووالي له پاکستان سره د د ښمنۍ لپاره وي؛ نو سیمې ته به تاوان نه منونکي زیان ورسوي. ده ویلي: “که څه هم په افغانستان کې سوله د پاکستان هیله ده. اسلام اباد څو ځلې اعلام کړی چې په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو د افغانستان او هند یووالی له پاکستان سره د دښمنۍ په خاطر وي؛ نو دغه دښمني به د دغو دواړو هیوادونو او سیمې په زیان وي.” نوموړي زیاته کړې چې د دغو دواړو هیوادنو یووالی باید له پاکستان سره د دښمنۍ لپاره نه وي. له دې سره سم، دغه پاکستانی لوړپوړی چارواکی مني چې د حقاني شبکې ځینې غړي په پاکستان کې دي، خو ځینې نورې بیا په افغانستان کې فعالیت کوي. دی وايي که څه هم له دغې ډلې سره جدي مبارزه روانه ده، خو ډېر ژر به پاکستان د دغې ډلې له شتون څخه پاک شي. چودري وویل: “پاکستان په شفاف ډول دغې ډلې ته پیغام ورکړی چې په افغانستان کې مو جګړه او نا امني پای ته ونه رسوله؛ پر وړاندې به مو د پاکستان دروازې و تړل شي. پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ عامل نه دی. کوم تورونه چې د افغانستان له لوري مطرح کیږي، بې بنسټه او غیر منصفانه دي.” د دغه پاکستاني لوړپوړي چارواکي له څرګندونو په ډاګه کیږي چې اوس هم دغه هیواد په خپله خاوره کې پر حقاني شبکې یو ډول نفوذ لري. چودري زیاته کړې چې اسلام اباد افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو او حقاني شبکې سره مبارزه د افغانستان او پاکستان کورنۍ ستونزې دي، خو اجازه به ورنکړي چې کابل دې اسلام اباد د خپلو کورنیو ستونزو عامل وګڼي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *