افغانستان د ۸۰۰۰ معلولين لري

د  معلولينو د نړيوالې ورځې په  نمانخ غونډه کې ويل شوي چي هيواد له اتو زره شميرې سره له هغه هيوادونو څخه شميرل  کيږي چي ډيری معلولين لري خو حکومت تر اوسه ددوی د حقونو او امتيازاتو ورکولو په برخه کي پاتي راغلی دی

د معلولینو له ورځې په داسې حال کې پّ افغانستان کې نمانځنه کیږي، چې ددې هیواد اته زره اوسیدونکي معلولین دي. افغان معلولین له بیلا بیلو ډوله ستونزو لکه: د وزګارتیا، اوسیدنې، لوړو زدکړو ته د نه لاس رسي، اداراتو او دولتي ادارو ته نه لاس رسي، د معلولیت د مخنیوي، جګړې او بیوځلی سره مخ دي.

د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت نن پر دې وضعیت د نیوکې ترڅنګ ویلي: په هیواد کې معلولین له هیره ایستل شوي او د اوسیدني له نږدې تولو ا متیازاتو بې برخې شوي دي.

ولسي جرګې په دیارلس سوه اته اتیایم کال کې له  معلولینو د ملاتړ قانون تصویب کړی او افغانستان له دیارلس سوه نویم کال راهیسی د ملګرو ملتونو د معلولینو د کنوانیسیون غړیتوب تر لاسه کړی دی خو له څیړنو داسې ښکاري چې د هیواد ددې بیوځلې برخې لپاره هیڅ ډول ګټور کار ندی شوی . د کپ په نامه یوې هندي موسسې په دوه زره پنځم کال کې د یوې څیړنې له مخې ویلي وو چې د افغاني ټولنې دوه اعشاریه اوه سلنه وګړي معلولین دي خو دوی یواځې د خپلو حقونو او امتیازاتو له درې سلنې څخه برخمن شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *