د مدني فعالینو ډلو د کډوالو په هکله په لندن کې ناسته په لاره اچولې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/10/16385b2448e891fdb4bf1e0e47b8a09ba12ea06b.gif)
د مدني فعالینو ډلو د کډوالو په هکله په لندن کې ناسته په لاره اچولې او له کډوالو څخه یې ملاتړ کړی دی. دوی له کډوالو په ځانګړې توګه له ماشومانو د ملاتړ شعارونه له ځان سره لیږدول. پّ ورته حال کې د ایټالیا سمندري ځواکونو د کډوالو د یوې بلې بیړۍ انځورونه خپاره کړي ویلي یې دي چې دا کسان یې له ډبیدو ژغورلې دي. یواځې د تیرې اونۍ پّ لړ کې دوه زره شپږ سوه کډوال له ډبیدو ژغورل شوي او شپاړس مړي تر لاسه شوي دي.