وسله والو جګړه مارانو د موصل په اطراف کی د سفلرو کارخانه سوځولی

وسله والو جګړه مارانو د موصل په اطراف کی د سفلرو کارخانه سوځولی

د موصل په جنوب کی د عراق د میشراک د ښار اوسیدونکي د سفلر له بخارونو په ساتنګۍ اخته شوي – هلته د سفلرو کارخانه په اور کی سوځي. د زیانمن شوو وګړو شمیر چی زیاته برخه یی ماشومان دي، له زرو کسو اوښتی. په دی هکله د «روسیه – ۲۴» تلویزیون خبر ورکړی دی. ټول مسموم شوی وګړي د کیار د ښار روغتونونو ته چی د عراق اردو له جګړه مارانو بیرته نیولۍ او چیری چی هغه هوایي اډه پرته ده چی له هغو نه د امریکا په مشری د بین المللي ایتلاف هوايي ځواکونه ګوزارونه تر سره کوي، لیږدول شوی. د امریکا د قومندانۍ د معلوماتو له مخې، کارخانه تروریستانو سوځولی، تر څو د هوايي بریدونو مخه ونیسې او د خپلو ځواکونو خوځیدل پټ کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *