هند او روسیې د همکارۍ شپاړلس تړونونه لاسلیک کړل

Russian President Vladimir Putin (L) and India's Prime Minister Narendra Modi attend an exchange of agreements event after the India-Russia Annual Summit in Benaulim, in the western state of Goa, India, October 15, 2016. REUTERS/Danish Siddiqui

هند او روسیې د بریکس په غونډې کې نظامي او اقتصادي همکاري لا پسې پراخه کړله. هند همدارنګه په غونډې کې پخپلو سرحدونو کې د تروریزم په هکله خپله اندیښنه د غونډې د ګډون والو سره شریکه کړله.

مسکو او نوي ډهلي پرون د همکاریو بیلا بیل شپاړلس سندونه لاسلیک کړل. یو تړون دا دی چې دواړه هیوادونه به په ګډه دوه سوه نظامي هیلکوپتر جوړوي او بل دا چې هند به د روسیې نه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اختلي چې په آسانۍ سره کشف کیدلی نشي.

هند به همدارنګه د روسیې نه د توغندیو د دفاع سیستم اخلي چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې به خپلې دفاعي چارې نورې هم قوي کړي.

د انرژۍ به برخې کې به د روسیې د تیلو د ټولو نه غټه کمپنۍ ،روس نفت د هند د اسار آئیل په کمپنۍ کې د دیارلس میلیارده ډالرو په ارزښت سهم اخلي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د بریکس د هیوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال د چین او روسیې د جمهور رئیسانو سره وکتل او د رورسیې سره یې د نظامي او انرژۍ په برخې د همکاریو تړونونو لاسلیک کړل.

ښاغلی مودي کوښښ کوي چې د روسیې سره خپلې اړیکې بیرته قوي کړي ځکه چې هند پدې تازه وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو ته نږدې شوی او بل پلو بیا روسیې د پاکستان او چین سره اړیکې نږدې کړیدي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د بریکس د غړیو هیوادونو د مشرانو سره په غونډې کې دا هم وغوښتل چې په غونډې کې دې د تروریزم سره د مبارزې په هکله هم بحث وشي.

د هند په پوځي اډې د برید نه وروسته چې ګمان کیږي هغو وسله والو کړې وه چې د پټیدو مرکزونه یې په پاکستان کې دي، هندي چارواکو هوډ کړی چې پاکستان به په سیاسي لحاظ یوازې کوي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د هند صدراعظم نریندرا مودي د ملاقات نه وروسته په ګدې اعلامیې کې وویل چې د ” تروریستانو او د هغوي د ملاتړ کوونکو لپاره هیڅ زغم نشته”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *