ترکیې ته د عربستاان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری

په داسې حال کې چې د ترکیې لومړي وزیر د جمعې ورځې په خپلو خبرو کې له سوریې او مصر سره د اړیکو د ټینګښت په هکله خبر ورکړیدی، د عربستان بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټر پاڼه کې ددې خبر پر وړاندې غبرګون ښکاره کړی دی.

د قطر الشرق ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، عادالجبیر په دوه ټوییتونو کې ددې څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړی او د سوریې په هکله یې د ترکیې دسیاست دبدلون ټینګارکړی.

عادالجبیر په خپلو ټویټر پاڼوکې داسې لیکلي:

مونږ د ترکیې د چارواکیو په هکله اندیښمندیو او په حساسیت سره یې څارو.

ترکیه له دې سره چې له خطرناکو ګواښونو، د بیلتون غوښتونکو له حرکاتو  او د پوځیانو له کودتا سره مخ ده نو له دې مخې په سوریه کې ددې هیواددسیاست بدلونته لاره نده هواره.

دا څرګندونې او موضع ګیريو څځه داسې ښکاري چې دترکیې او عربستان چارواکي دسوریې په هکله په بیساري توګه له اختلافاتو سره مخ دي او پر دواړوهیوادونو یې سیوری غوړولیدی  او دا ستونزه به د سیمې پر ستونزو له دې هم ډيرهاغیزه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *